Englishافغانستانامنیت

داودزی: د پاکستان سیاسيون دې د طب او انجینیرۍ برخې افغان محصلانو د… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-09 06:50:23🎙 Listen to radio

د پاکستان لپاره د پخواني ولسمشر ځانګړي استازي محمدعمر داودزي د پاکستان له سیاسي مشرانو، پوهنتونونو او مدني ټولنو غوښتي، چې د افغان محصلانو د اېستلو مخه دې ونیسي. نوموړي ټیګار کړی، چې یاد محصلان دې د کوم نظام د سیاستونو له امله نه مجازات کېږي. د (انار اکاډمۍ) د ۲۶۱۲ افغانانو پر ځوابونو ولاړې څېړنې موندنې د سېپټمبر پر اتمه د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي. د دغه اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، افغان نجونې او ښځې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو، انلاین درسونو، له موبایلونو او له ملګرو سره د وړو مطالعاتي ډلو له لارې زده‌کړو ته دوام ورکوي.د هغې په وینا، دغه بدیلې زده‌کړې د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نه‌شي نیولای؛ خو د زده‌کوونکو هیله ژوندۍ ساتي.د څېړنې لپاره معلومات د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو راټول شوي دي. ډېری ګډونوال په افغانستان کې اوسېدل او یوشمېر نور له هېواده بهر وو.د څېړنې له مخې، ډېری نجونو د ژبې زده‌کړو، خیاطۍ او مسلکي کورسونو ته مخه کړې او په ځانګړي ډول له موبایلونو څخه د انلاین زده‌کړو لپاره کار اخلي. نږدې ټولو ګډونوالو ویلي، چې موبایل یا لپټاپ لري خو ډېرو یې د کمزوري انټرنېټ له ستونزو شکایت کړی دی.بېنظیر پویا وايي، انلاین زده‌کړې نجونو ته له ښوونکو او نورو زده‌کوونکو سره د اړیکې…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-09 06:50:23

Timeline

  1. AF International

    داودزی: د پاکستان سیاسيون دې د طب او انجینیرۍ برخې افغان محصلانو د اېستلو مخه ونیسي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-09 04:08:32

داودزی: د پاکستان سیاسيون دې د طب او انجینیرۍ برخې افغان محصلانو د اېستلو مخه ونیسي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button