EconomyKabulافغانستانپښتو

بېګدلي: له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړوو

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-09 09:27:12🎙 راډیو واورئ

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او دوی هڅه کوي دا کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. بېګدلي، زياتوي افغانستان او ایران دوه ګاونډي هېوادونه دي چې ګډ تاریخي، کلتوري، جغرافیایي او دیني مشترکات لري. نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په تېرو کلونو کې، د همکاریو ښه بنسټونه او زیربناوې رامنځته شوې دي. بیکدلي وایي، اوس مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم نږدې څلور میلیارد ډالرو ته رسېدلی او د ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو هڅې دوام لري. بیکدلي همدارنګه د خواف ـ هرات رېل‌پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼي او وایي چې له دې لارې د انتقالېدونکو توکو اندازه نږدې یو نیم میلیون ټنو ته په کال کې رسېدلې ده.د هغه په خبره، د هرات ـ مزارشریف رېل‌پټلۍ پراختیا او د فراه ـ ماهیرود د سړک بشپړول هم د دواړو هېوادونو د ترانزیټي او اقتصادي همکاریو د پراختیا له مهمو پروژو څخه دي. په همدې حال کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، افغانستان له ایران سره د ګډې ژبې، کلتور او باورونو ترڅنګ، له دغه هېواد سره ژورې او…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-09 09:27:12

مهالوېش

  1. Parstoday

    بېګدلي: له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړوو

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-09 09:23:13

بېګدلي: له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړوو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button