Summary: د بامیانو لپاره د یوناما استازې سارا ډیمول د یاد ولایت والي قاري ګل حیدر شفق سره د همکاریو د زیاتوالي په اړه کتلي دي. دغه لیدنه چې په ټوله کې یې مرکزي سیمو کې د یاد دفتر د فعالیتونو ارزونه وه پکې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.د یوناما استازې دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له لوري د دوامدارو همکاریو او مرستو د دوام خبر ورکړ.ښاغلي شفق په ټولنیزو برخو کې د دې ولایت لپاره د یوناما فعالیتونه ګټور بللي او د ستونزو د حل په برخه کې د دې بنسټ له لوري د لا زیات تمرکز غوښتنه کړې ده.ځايي مسوولینو ډاډ ورکړی، چې ټولې امارتي ادارې به د خلکو ستونزو او شکایتونو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
اطلاعات کوتاه
موضوعNews
منابع1
بهروزرسانی2026-09-09 14:14:16
خط زمانی
-
Bakhtar
د بامیانو والي د یوناما استازې سره وکتل