AfghanistanDevelopmentکونړ

په کونړ کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar

DevelopingDevelopmentکونړ1 sourcesUpdated 2026-06-28 11:15:49

Summary: د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د وټپور ولسوالۍ په شامیرکوټ کلي کې د څه باندې ۲.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې دي. ویل شوي چې په یاده شبکه کې د ۷۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۲۱۳۵ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۵۵ شیردانونو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادې پروژې د تطبیق په بهیر کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به يې ۵۵ کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

Quick facts

Locationکونړ
TopicDevelopment
Sources1
Last update2026-06-28 11:15:49

Timeline

  1. Bakhtar

    په کونړ کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-28 11:07:52

په کونړ کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button