AfghanistanSecurityغور

پر افغانستان د منځنۍ اسیا زیاتېدونکی باور؛ اسلامي امارت څنګه د سیمې د… — Bakhtar

DevelopingSecurityغور1 sourcesUpdated 2026-06-28 11:17:02

Summary: تبصره: د افغانستان جغرافیایي موقعیت له پخوا راهیسې د سیمې په اقتصادي او ترانزیټي معادلو کې ځانګړی اهمیت درلود، خو د دغه ظرفیت عملي ګټه هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې په هېواد کې امنیت، ثبات او د ګاونډیو هېوادونو باور موجود وي. په وروستیو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا ښيي، چې افغانستان په تدریجي ډول د سیمه‌ ییزو اقتصادي همکاریو په مهم محور بدلېږي.الحمدلله اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امنیت په ټینګښت، د لویو لارو په خوندي کولو او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو سره د سیمې هېوادونو پام ځان ته اړولی دی.همدا لامل دی، چې نن ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او نور د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراخولو لپاره عملي ګامونه پورته کوي.د منځنۍ اسیا هېوادونه په دې ښه پوهېږي، چې د افغانستان ثبات د دوی له اقتصادي ګټو سره مستقیم تړاو لري.افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ د لنډې سوداګریزې لارې په توګه کولای شي د سیمې د ترانزیټ، انرژۍ او سوداګرۍ مهم مرکز شي.له همدې امله د رېل پټلۍ، برېښنا لېږد، ټرانزیټي دهلېزونو او ګډو پانګونو په برخه کې همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي.اسلامي امارت په خپلو بهرنیو اړیکو کې د متقابل احترام، د نه لاسوهنې او ګډو اقتصادي ګټو پر اصولو ټینګار کړی دی.دغه تګلاره د دې لامل شوې، چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د سیاسي فشار پر ځای د عملي همکاریو لاره غوره کړي او خپلې اړیکې د اقتصادي اړتیاوو پر بنسټ پراخې کړي.تجربې ښودلي، هغه حکومتونه چې د امنیت، ثبات او اقتصادي همکارۍ لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي، د سیمې او نړۍ د هېوادونو باور هم ترلاسه کوي. برعکس، هر ځای چې نا امني، بې ‌ثباتي او اداري ګډوډي حاکمه وي، پانګونه او اقتصادي اړیکې هم کمزورې کېږي. نننی ښه وضعیت ښيي چې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا لیدلوری د عملي همکاریو پر لور بدل شوی دی.د دغه باور یوه مهمه پایله د سوداګرۍ د کچې لوړوالی، د ترانزیټي پروژو پرمختګ، د انرژۍ د لېږد اسانتیا او د ګډو پانګونو زیاتوالی دی.دا بهیر نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسوي، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم نوې سوداګریزې لارې او بازارونه برابروي او سیمه ‌ییز اتصال پیاوړی کوي.همدارنګه، د لوړپوړو پلاوو پرله‌ پسې سفرونه، د اقتصادي هوکړو لاسلیک، د ګډو کمیسیونونو غونډې او د زیربنايي پروژو د عملي کېدو هڅې څرګندوي، چې افغانستان د سیمې په اقتصادي معادلو کې مخ پر زیاتېدونکی اهمیت مومي او دا هر څه د متقابل باور او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ تعامل منعکسوي.په ټوله کې اسلامي امارت د امنیت، متوازن سیاست او اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې توانېدلی، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو باور جلب کړي او افغانستان د سیمې اقتصادي همکاریو په مهم محور بدل کړي.که دا بهیر په همدې ډول دوام ومومي، هېواد به د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخه کې لا ډېر فرصتونه ترلاسه کړي او د سیمې اقتصادي اتصال په یوه مهم مرکز به بدل شي.

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-28 11:17:02

Timeline

  1. Bakhtar

    پر افغانستان د منځنۍ اسیا زیاتېدونکی باور؛ اسلامي امارت څنګه د سیمې د اقتصادي همکاریو محور شو؟

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-28 11:02:21

پر افغانستان د منځنۍ اسیا زیاتېدونکی باور؛ اسلامي امارت څنګه د سیمې د اقتصادي همکاریو محور شو؟

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button