Economyافغانستانپښتو

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بنګله‌دېش له راغلي پلاوي سره وکتل — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-10 02:17:01🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي، نن د بنګله‌دېش د علماوو، سوداګرو او صنعت‌کارانو له راغلي پلاوي سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر په هېواد كې د رامنځته شويو پانګونې او سوداګريزو فرصتونو ډاډ څرګند کړی او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل پیاوړتیا اړینه بللې ده. بنګله دېشي پلاوي هم افغانستان ته پر راتګ او ډادمن وضعیت خوښي ښودلې او یادو فرصتونو ته یې هیله څرګنده کړې ده. ياد پلاوي زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ولسونو او حکومتونو د رغنده تعامل په پایله کې لا پراخېدلای شيد د کتنې په پای کې، هیله څرګنده شوې چې دا ډول کتنې او تګ راتګ به د افغانستان او بنګله‌دېش د دوه اړخیزو اړیکو د پراخیتا په برخه کې اغېزمن رول ولري.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-10 02:17:01

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بنګله‌دېش له راغلي پلاوي سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-09 16:47:06

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بنګله‌دېش له راغلي پلاوي سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button