EnglishHealthافغانستانغور

د مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۶ سوه روغتیايي مرکزونه بند شوي

DevelopingHealthغور1 SourcesUpdated: 2026-09-10 03:08:03🎙 Listen to radio

د نړیوالو بشري مرستو دکمښت په وجه په افغانستان کې کابو ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمتونه کم شوي د «ماشومانو د ژغورنې» سازمان وايي چې د نړیوالو بشري مرستو د بودجې سخت کمښت په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه اړ کړي چې یا خپل فعالیت ودروي او یا روغتیايي خدمتونه راکم کړي. د دغو مرکزونو د تړل کېدو یا د خدمتونو د کمېدو له امله شاوخوا څلور میلیونه کسان، چې دوه میلیونه یې ماشومان دي، له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي. د دغو مرکزونو تړل کېدو تر ټولو ډېر اغېز پر لرې پرتو او لږ خدمت‌رسېدلو سیمو کړی، ځکه په دغو سیمو کې خلکو ته د بدیلو روغتیايي مرکزونو موندل او وررسېدل ستونزمن دي. یونیسف هم خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت د دې سبب شوی چې ځینې روغتیايي او د خوړو د ملاتړ مرکزونه خپل خدمتونه راکم یا بیخي بند کړي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي، په افغانستان کې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۴۲۲ لومړني روغتیايي مرکزونه، چې ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې هم پکې شاملې دي، د امریکا د مرستو له ځنډېدو او د نورو مرستندویانو د ملاتړ له کمېدو وروسته تړل شوي دي. د دغو مرکزونو تړل کېدو شاوخوا ۳.۳ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بې‌برخې کړي او د میندو روغتیا او د کورنۍ…

Quick facts

Locationغور
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-10 03:08:03

Timeline

  1. Parstoday

    د مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۶ سوه روغتیايي مرکزونه بند شوي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-10 02:58:24

د مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۶ سوه روغتیايي مرکزونه بند شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button