زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې په کندهار ښار کې يې په يوه بريد کې يو طالب جنګيالی وژلی دی. دې جبهې پرون پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې په کندهار کې یې د «طالبانو د پولیسو» یو غړی وژلی دی. متحدې جبهې ټینګار کړی چې دغه طالب له خلکو په باج اخیستلو، خپلسرو نیونو او د خلکو په ځورولو کې لاس درلود. دا په داسې حال کې ده چې د ازادۍ جبهې هم په دې وروستیو کې په کونړ ولایت کې د طالبانو پر يوې غونډې د برید خبر ورکړی دی. بلخوا، متحدې جبهې له څو اوونیو راهیسې د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د څو بریدونو ادعاوې کړې دي.
Quick facts
Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-10 08:01:50
Timeline
-
Parstoday
د افغانستان متحدې جبهې په کندهار ښار کې پر طالبانو د برید ادعا وکړه
Sources
External sources
ParstodayPS
2026-09-10 07:54:01
د افغانستان متحدې جبهې په کندهار ښار کې پر طالبانو د برید ادعا وکړه