AfghanistanKabulSecurity

مهاجر فراهي: مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ای‌اېس‌بي‌اېن… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 sourcesUpdated 2026-06-28 13:15:49

کابل (پژواک ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ناشرانو، کتاب‌پلورونکو او د مطبعو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه کې ویلي چې ټولې مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ای‌اېس‌بي‌اېن شمېره ترلاسه کړي او له مسوولینو یې غوښتي چې د کتابونو برابرولو او پېرلو قراردادونه له کورنیو ناشرانو سره ترسره کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي‌رایټ امریت له خوا له ناشرانو، کتاب‌پلورونکو او د مطبعو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور هم ویلي چې مطالعه د انسان له اساسي اړتیاوو ده او د انسان ذهن پیاوړی کوي او وړتیا یې زیاتوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي هم ویلي، ټولې مطبعې او ناشران مکلف دي چې د خپلو کتابونو لپاره د (ISBN) شمېره ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړې چې د مطبعو د مسوولینو، ناشرانو او کتاب‌پلورونکو ستونزې به وڅېړل او حل به شي او د هغوی لپاره په ماشین‌خانه کې مناسب ځای هم په پام کې نیول شوی دی. فراهي د اړوندو ادارو له مسوولینو غوښتي چې د کتابونو برابرولو او پېرلو قراردادونه له کورنیو ناشرانو سره ترسره کړي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د نشراتو معین همدارنګه…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-28 13:15:49

Timeline

  1. Pajhwok

    مهاجر فراهي: مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ای‌اېس‌بي‌اېن شمېره ترلاسه کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-28 05:29:37

مهاجر فراهي: مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ای‌اېس‌بي‌اېن شمېره ترلاسه کړي

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button