کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د چارو اداره وایي، هېوادوالو ته د چټکو، رڼو او اسانه خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې په تېرو پنځو کلونو کې د ۱۳ امارتي ادارو ۹۲۸ پېچلې او وختنیوونکې پروسې ساده کړې دي. د چارو ادارې عمومي ريیس شیخالحدیث نورالحق انور نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د اداري پروسو ساده کولو پر اهمیت خبرې وکړې ویې ویل چې دغه بهیر د اداري نظام د اصلاح، د بیروکراسۍ کمولو، د وخت او لګښت ضایع کېدو د مخنیوي او هېوادوالو ته د چټکو، رڼو او اسانه خدمتونو برابرولو برخه کې مهم او حیاتي رول لري. نوموړي په امارتي ادارو کې د پروسو ساده کول یوه جدي اړتیا وبلله او د دغه بهیر پر دوام يې ټینګار وکړ. په یاده غونډه کې د اسلامي اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وویل چې د چارو ادارې په چوکاټ کې د اداري پروسو ساده کولو ریاست په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۳ امارتي ادارو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده کړې دي. د نوموړي په خبره، تر ټولو ډېرې ساده شوې پروسې د لوړو زدهکړو وزارت ۲۱۴، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ۲۰۳، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ۱۴۰ او د پوهنې وزارت ۱۳۶ پروسې دي. هغه وویل، همدارنګه، په عامې روغتیا وزارت کې ۶۲، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې ۷۵،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
تېرو پنځو کلونو کې د ۱۳ ادارو ۹۲۸ پروسې ساده شوې دي