زمونږ خبریال راپور راکړی په کار بوختې میرمنې وایي، د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې پخپله هواروي. زینب محمدي، چې خواوشاه یو نیم کال وړاندې له ګاوندي هیواد ایران څخه نیمروز ته تر راستنیدو وروسته د لومړنۍ ښځینه پلورونکې په توګه کار پېل کړ نه یوازې دا، چې دمېرمنو په لاس جوړ توکي پلوري بلکه ګڼ شمیر میرمنو ته یې د کار کولو زمینه هم برابره کړې ده. هغه له خلکو غواړي، چې له کاریګرو او تولیدونکو میرمنو سره د مرستې لپاره دې د هغوې په لاس جوړ توکي وپیري. میرمن زینب محمدي وايي، له خپله کاره راضي ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هواروي. د میرمن زینب تر څنګ نورې هغه میرمنې چې د ایران هیواد نه له کډوالۍ وروسته نیمروز ته راستنې شوي او د لاسي توکو پر تولید او نورو ته په روزنه بوختې دي، وایي خوشحاله دي، چې په کور دننه ورته د کار کولو او خپلې کورنۍ ته د حلالې نفقې ګټلوزمینه برابره شوې ده. دوې هم له خلکو غواړي،چې د وارداتي توکو پر ځای په کور دننه د دوې په لاس تولید شوي توکي وکاروي او په دې توګه د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي. یادې میرمنې پخپله پر تولید سربیره نورو میرمنو ته د لاسي صنایعو د تولید روزنه هم ورکوي. په نیمروز ولایت کې د میرمنوسوداګرۍ خونې مشره…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
له ایران نه لویدیځ ولایت نیمروز ته راستنې شوې میرمنې اوس نورو میرمنوته هم د کار موندلو وسیله ګرځیدلي
Sources
External sources
له ایران نه لویدیځ ولایت نیمروز ته راستنې شوې میرمنې اوس نورو میرمنوته هم د کار موندلو وسیله ګرځیدلي