EnglishPoliticsافغانستانتخار

د تخار د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د نور بنسټ لوبډلې په اتلولۍ… — Bakhtar

DevelopingPoliticsتخار1 SourcesUpdated: 2026-09-10 14:17:57🎙 Listen to radio

Summary: د تخار د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې دوه میاشتې مخکې د تالقان ښاروالۍ په لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د نوربنسټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د تخار د بدني روزنې او ورزش آمریت فني مرستیال حبیب‌الله فایزي باختر آژانس ته وویل، چې د دغو سیالیو پایلوبه د د نوربنسټ او سیدعبدالله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پای کې د نوربنسټ لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شول.په پای مراسمو کې ویناوالو د فوټبال پر اهمیت او د قومونو او ملتونو ترمنځ د یووالي او همبستګۍ په پیاوړتیا کې د ورزش پر رول خبرې وکړې او ځوانان یې سالمو ورزشونو او زده‌کړو ته وهڅول.همدارنګه، د اخلاقو جام د بلک اورته‌بز لوبډلې ته ورکړل شو او د سیالیو ډله‌ییزو همکارانو، لوبڅارانو، روزونکو، مینه‌والو او یو شمېر خبریالانو ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول.

Quick facts

Locationتخار
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-10 14:17:57

Timeline

  1. Bakhtar

    د تخار د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د نور بنسټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-10 07:54:38

د تخار د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د نور بنسټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button