Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد له رئیس شیخ حکمتالله حکمت سره وکتل. د باختر اژانس د خبریال د راپور له مخې، په دې لیدنه کې پر علمي، فرهنګي او دیني موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.ناسته کې د فرهنګ او هنر معین په تحصیلي مرکزونو، په ځانګړي ډول په کابل پوهنتون کې د دیني او اسلامي مضامینو پر ښه تدریس ټینګار وکړ او دې برخه کې یې د لا پاملرنې غوښتنه وکړه.د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر له معین څخه د اسلامي علومو د مضامینو د تدریس او همدارنګه د کابل پوهنتون محصلینو ته د قرآنکریم د مفاهیمو د تفسیر په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.دواړو لورو په علمي، فرهنګي او دیني برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د پوهې او تجربو د تبادلې لپاره د لا زیاتو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د هنر او فرهنګ معین د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد له رئیس سره وکتل
سرچینې
Afghan sources
د هنر او فرهنګ معین د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد له رئیس سره وکتل