د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې پر افغان محصلینو بشپړ بندیز نه دی لګېدلی، او هغه افغان محصلین چې قانوني ویزه لري او د پوهنتونونو په رسمي پروګرامونو کې ثبت دي، کولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. اسلاماباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وینا کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند له پاکستاني روغتیايي تعلیمي ادارو د افغان محصلینو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ''که کوم محصل په پاکستان کې د یوې تحصیلي درجې په پروګرام کې شامل وي او معتبره ویزه ولري، نو کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده کړې روانې وساتي. خو که کوم افغان محصل له پوهنتون سره راجستر نه وي یا قانوني ویزه ونه لري، نو د همدې کټګورۍ لپاره اوسني احکام نافذېږي.'' دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو طبي کالجونو کې د افغان محصلینو په اړه خبرتیاوې خپرې شوې وې، چې د پاکستان د روغتیايي او غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) د لارښوونو په حواله له افغان محصلینو غوښتل شوي وو چې دغه هېواد پرېږدي. یو شمېر افغان محصلينو چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وې وايي، افغان محصلينو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی و چې بوهنتونونه پرېږدي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قانوني ویزه او پوهنتونونو سره ثبت افغان محصلین کولای شي زدکړو ته دوام ورکړي – BBC News پښتو
منابع
External sources
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قانوني ویزه او پوهنتونونو سره ثبت افغان محصلین کولای شي زدکړو ته دوام ورکړي – BBC News پښتو