البته د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره بشپړ ورتهوالی نهلري. امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړل او شل کاله یې د نوي نظام د ساتلو هڅه وکړه. په ایران کې بیا امریکا تر ډېره هوايي او سمندري بریدونه کوي او د دغه هېواد د خاورې د نیولو لپاره یې ځمکني ځواکونه نهدي استولي. خو د دواړو جګړو ترمنځ یو مهم ورتهوالی شته، امریکا جګړه پیل کړې، خو د پای ته رسولو روښانه تګلاره یې نه لیدل کېږي. ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۸مه له اسراییل سره په ګډه «د ستر قهر عملیات» پیل کړل. تمه وه چې دا عملیات به د ایران پوځي او اټومي وړتیاوې له منځه یوسي، اقتصاد به یې کمزوری کړي او ښايي د دغه هېواد خلک به د خپلو واکمنانو پر ضد راپاڅوي. شپږ میاشتې وروسته ایران لا هم مقاومت کوي، حکومت یې پر ځای دی او اټومي پروګرام یې په بشپړ ډول نهدی بند شوی. جګړه د دواړو خواوو په یوه اوږده او ستومانوونکي تقابل بدله شوې چې وخت ناوخت پکې سخت بریدونه کېږي. په واشنګټن کې د نړیوال سیاست د مرکز غړي سینا طوسي ویلي چې ټرمپ د افغانستان او عراق له جګړو وروسته هغه مهم محدودیت مات کړی چې په منځني ختیځ کې یې د یوې بلې پراخې او نامعلومې جګړې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې
منابع
Afghan sources
د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې