سرچینې: پاکستاني جېټ الوتکې پر درېیو ولایتونو له بریدونو سربېره د ننګرهار پر… — AF International
سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، پاکستاني جېټ الوتکې پر کونړ، پکتیا او پکتیکا له بریدونو سربېره د ننګرهار پر فضا هم ګرځي. د سرچینو په وینا، د پاکستان دغه جېټ الوتکې ډېرې ټېټې ګرځي او د سیمې اوسېدونکي یې سخت وېرولي دي. د سرچینو په وینا، لا هم په سیمه کې د پاکستان د جېټ الوتکو غږونه اورېدل کېږي او روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د ټپیانو او نورو زیانمنو د لېږدونې بهیر دوام لري. پاکستان پر پکتیا د هوايي بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې له پکتیا سربېره یې پر پکتیکا او کونړ ولایتونو هم هوايي او ځمکني بریدنه کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسلهوال وژلي، خو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ډېری مرګژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده. طالبانو د پاکستان د دغو تازه بریدونو په تړاو تر اوسه څه نهدي ویلي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یکشنبې په نیمه شپه (د چنګاښ ۷مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، د خیبر پښتونخوا، بلوچستان د بېګناه خلکو او په سند کې د رینجرز پر نظامي اډې د شویو بریدونو په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو «پلان شوي» بریدونه کړي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
سرچینې: پاکستاني جېټ الوتکې پر درېیو ولایتونو له بریدونو سربېره د ننګرهار پر فضا هم ګرځي
Sources
Afghan sources
سرچینې: پاکستاني جېټ الوتکې پر درېیو ولایتونو له بریدونو سربېره د ننګرهار پر فضا هم ګرځي