Englishافغانستانامنیت

سپنتا: پاکستان باید افغان محصلان د سیاسي شخړو قرباني‌ نه‌کړي — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-11 06:57:43🎙 Listen to radio

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا له پاکستان نه د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده، چې اسلام‌اباد باید افغان محصلان د سیاسي شخړو قرباني‌ نه‌کړي. د محصلانو ادارې ویلي، چې له اغېزمنو افغان محصلانو ملاتړ کوي او د هغوی د زده‌کړو د دوام له حق څخه د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون له هغه لومړنیو بنسټونو څخه دی، چې د پاکستان د طبي شورا حکم یې عملي کړ او له افغان محصلانو یې غوښتي چې له پوهنتونه د وتلو اړوند اداري چارې بشپړې کړي.د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۲ افغان محصلان د یادې پرېکړې له امله اغېزمن شوي چې د ځینو فراغت ته یوازې څو میاشتې پاتې دي. دغه اعتراضونه داسې مهال کېږي، چې د پاکستان طبي شورا وايي د افغان محصلانو د وضعیت ارزونه د هغوی د تابعیت له امله نه‌ده؛ بلکې د نوم‌لیکنې، اسنادو او د کډوالۍ له وضعیت سره تړاو لري. د پاکستان حکومت دغه پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، هغه افغان محصلان چې معتبره ویزې او قانوني اسناد لري کولای شي په دغه هېواد کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. نوموړي په خپله خبري غونډه کې…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-11 06:57:43

Timeline

  1. AF International

    سپنتا: پاکستان باید افغان محصلان د سیاسي شخړو قرباني‌ نه‌کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-11 06:08:52

سپنتا: پاکستان باید افغان محصلان د سیاسي شخړو قرباني‌ نه‌کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button