په کابل کې د اوبو کچې ټېټېدو خلک سخت اندېښمن کړي او وايي، د څښاک اوبو کښمت د زرګونه کورنیو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. بل لوري بیا طالبان وایي، چې د ستونزو د حل لپاره یې هڅې روانې دي. د محصلانو ادارې ویلي، چې له اغېزمنو افغان محصلانو ملاتړ کوي او د هغوی د زدهکړو د دوام له حق څخه د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون له هغه لومړنیو بنسټونو څخه دی، چې د پاکستان د طبي شورا حکم یې عملي کړ او له افغان محصلانو یې غوښتي چې له پوهنتونه د وتلو اړوند اداري چارې بشپړې کړي.د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۲ افغان محصلان د یادې پرېکړې له امله اغېزمن شوي چې د ځینو فراغت ته یوازې څو میاشتې پاتې دي. دغه اعتراضونه داسې مهال کېږي، چې د پاکستان طبي شورا وايي د افغان محصلانو د وضعیت ارزونه د هغوی د تابعیت له امله نهده؛ بلکې د نوملیکنې، اسنادو او د کډوالۍ له وضعیت سره تړاو لري. د پاکستان حکومت دغه پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، هغه افغان محصلان چې معتبره ویزې او قانوني اسناد لري کولای شي په دغه هېواد کې خپلو زدهکړو ته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د کابل اوسېدونکي: تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدل او د څښاک اوبو کمښت مو ژوند ستونزمن کړی
سرچینې
Afghan sources
د کابل اوسېدونکي: تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدل او د څښاک اوبو کمښت مو ژوند ستونزمن کړی