EnglishKabulافغانستانامنیت

هغه پیلوټ چې په ناخبرۍ یې اسامه بن لادن افغانستان ته یووړ: د… — Bbc

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-11 14:48:37🎙 Listen to radio

د سپټمبر ۱۱مه، د امریکا د نیویارک پر غبرګو سوداګریزو ودانیو او څو نورو سیمو د القاعده شبکې د بریدونو له ۲۵مې کلیزې سره برابره ده. هغه مهال اسامه بن لادن د القاعدې مشر و، خو له همدې بریدونو څو کاله وړاندې دی له سودانه افغانستان ته تللی و. د اریانا افغان هوايي شرکت پخوانی پیلوټ محمد عمر افضل د مجاهدينو د واکمنۍ پرمهال د ۱۹۹۶ کال د مې میاشت کې له کابله تر سودانه او بیا بېرته تر افغانستانه د چارټر الوتنې یو پیلوټ و. دا هغه الوتنه وه چې د القاعدې مشر او د معاصرې نړۍ جنجالي څېره اسامه بن لادن افغانستان ته پکې لاړ. ښاغلي افضل بي بي سي ته وویل چې نه پوهېده له سودانه افغانستان ته په الوتکه کې څوک وړي. خو وايي دې الوتنې له نورو ټولو پروازونو سره توپیر درلود او هغه وخت یې دلیل ورته معلوم نه و. ده ته ویل شوي وو چې د اریانا افغان هوايي‌ شرکت بوینګ ۷۲۷ ډوله الوتکه له جلال اباده تر سودانه چارټر نیول شوې ده او له هغه ځایه د څو سوداني وګړو تر څنګ بېرته افغانستان ته په کارګو کې توکي راوړي. خو وايي چې کله خرطوم ته ورسېده وضعیت عادي نه و. زموږ همکار ندیم اشرف ورسره مرکه کړې ده او سر کې پوښتلی چې څنګه اسامه د ده په پرواز ور برابر…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-11 14:48:37

Timeline

  1. Bbc

    هغه پیلوټ چې په ناخبرۍ یې اسامه بن لادن افغانستان ته یووړ: د بي بي سي ځانګړې مرکه – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-09-11 10:24:07

هغه پیلوټ چې په ناخبرۍ یې اسامه بن لادن افغانستان ته یووړ: د بي بي سي ځانګړې مرکه – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button