Economyافغانستاندری

د انرژۍ نړۍواله اداره: د سعودي د تېلو عرضه تر ټولو ټیټې کچې… — AF International

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-11 19:02:26🎙 رادیو را بشنوید

العیسی د وږي میاشتې په ۱۷مه په جده کې د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د دیني مشرانو ونډه» په نوم د نړیوالې غونډې پر مهال وویل، دیني مشران باید هغه تورونه چې د ښځو د مقام په اړه اسلام ته منسوبېږي، په څرګندو دلیلونو او هر اړخیز ډول ځواب کړي. د اسلامي نړۍ د همکارۍ سازمان مشر له دیني عالمانو وغوښتل چې د ښځو د ستونزو په اړه د یوه هر اړخیز علمي اثر د چمتو کولو او بېلابېلو ژبو ته د ژباړلو لپاره ګډ کار وکړي. هغه ټینګار وکړ چې هر هغه تاوتریخوالی چې د ښځې جسمي یا روحي درناوی تر پښو لاندې کوي، هېڅ ډول دیني مشروعیت او خونديتوب نه لري. العیسی زیاته کړه چې د شریعت په نوم د تاوتریخوالي توجیه کول او یا هغه اسلام ته منسوبول پر الله تعالی تهمت لګول دي. د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د اسلامي نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ښځې لا هم له ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو سره مخ دي. خو په ټولو هېوادونو کې وضعیت یو شان نه دی. ځینو حکومتونو په وروستیو کلونو کې د زده‌کړو او د کار په بازار کې د ښځو د ونډې د زیاتولو لپاره یو شمېر بدلونونه راوستي دي. افغانستان په دې برخه کې له نورو هېوادونو جلا حالت لري. افغانستان اوس د…

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-11 19:02:26

خط زمانی

  1. AF International

    د انرژۍ نړۍواله اداره: د سعودي د تېلو عرضه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-11 15:50:03

د انرژۍ نړۍواله اداره: د سعودي د تېلو عرضه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button