EnglishKabulافغانستانامنیت

راپورونه: حوثیانو د یمن د سره سمندر د ټولو ساحلي سیمو کنټرول ترلاسه… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-12 04:27:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵) – راپورونه ښيي چې د یمن حوثیانو د دغه هېواد د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت د ځواکونو پر وړاندې له چټک پرمختګ وروسته، د یمن د سره سمندر د ټولو ساحلي سیمو کنټرول ترلاسه کړی او د باب‌المندب ستراتیژیک تنګي ځینو ټاپوګانو ته هم رسېدلي دي. الجزیرې نن راپور ورکړی چې حوثیانو د یمن د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې وروستۍ ساحلي سیمې نیولې دي؛ داسې پرمختګ چې د نړۍ د سمندري تګ راتګ پر یوې مهمې لارې، باب‌المندب تنګي، د دې ډلې نفوذ زیاتوي. د راپور له مخې، د یمن د حکومت سرچینو رویټرز ته ویلي چې حوثي ځواکونه د باب‌المندب تنګي په ساحل کې د «ذُباب» سیمې ته رسېدلي دي. حکومتي چارواکو هم ویلي چې د حکومتي ځواکونو له شاتګ وروسته، د حوثیانو د ځواکونو لېږدوونکې کښتۍ د باب‌المندب تنګي په منځ کې «میون» یا «پریم» ټاپو ته رسېدلې دي. یوې سرچینې فرانس‌پرس خبري اژانس ته ویلي چې حوثیانو د باب‌المندب سیمې کنټرول بشپړ کړی دی. حوثیانو د پنجشنبې په ورځ د «مخا» بندري ښار هم نیولی و او وروسته یې د سوېل پر لور سیمو او باب‌المندب ته نږدې ټاپوګانو پر لور پرمختګ وکړ. د باب‌المندب تنګی د عدن خلیج له سره سمندر سره نښلوي او د نړۍ د توکو او انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-12 04:27:04

Timeline

  1. Pajhwok

    راپورونه: حوثیانو د یمن د سره سمندر د ټولو ساحلي سیمو کنټرول ترلاسه کړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-12 08:53:23

راپورونه: حوثیانو د یمن د سره سمندر د ټولو ساحلي سیمو کنټرول ترلاسه کړی

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button