کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د فرانسې په شماللوېدیځ کې له پټلۍ د یوه مسافروړونکي اورګاډي د وتلو له امله ۴۴ کسان ټپیان شوي دي. الجزیرې د سیمهییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې ماښام هغه مهال شوې چې د ۱۸۶ مسافرو لېږدوونکی اورګاډی د نورماندي سیمې د «روان» او «کان» ښارونو ترمنځ په لاره و. سیمهییزو چارواکو ویلي چې له پېښې وروسته د پراخو تلفاتو پر وړاندې د مبارزې طرحه فعاله شوه او ۱۳۰ اور وژونکي، پنځه روغتیايي ډلې او ۸۰ مرستندوی موټر د پېښې ځای ته واستول شول. د روان ښار څارنوال ویلي چې په دې پېښه کې ۴۴ کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ روغتیايي حالت نازک و او په چورلکه کې یوه روغتون ته لېږدول شوې ده. سرچینې لیکلي چې له دې پېښې وروسته په دغه مسیر کې د اورګاډو تګ راتګ درول شوی او د اوسپنې پټلۍ برېښنا هم پرې شوې ده، څو د ژغورونکو ځواکونو د فعالیت لپاره زمینه برابره شي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
فرانسه کې له پټلۍ د یوه مسافروړونکي اورګاډي وتلو پېښه؛ ۴۴ کسان ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
فرانسه کې له پټلۍ د یوه مسافروړونکي اورګاډي وتلو پېښه؛ ۴۴ کسان ټپیان شوي