افغانستانامنیتدری

زرغون بهیر بامیان کې د طالبانو پر پوستې د برید او د یو… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-12 07:05:19🎙 رادیو را بشنوید

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ «زرغون بهیر» وايي، د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژلی او د دوه نور یې ټپيان کړي دي. په راپور کې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري خبرې هم را اخیستل شوې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی خپور شوی. هغه وايي، له امریکايي ځواکونو سره یې د طالبانو او داعش پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، خو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی. نوموړي ویلي: «موږ خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. اوس داسې احساس کوو چې زموږ ټولې قربانۍ بې‌ګټې وې.» د هغه په وینا، لا هم د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ترلاسه کوي. راپور وايي، نوموړی په تېرو پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی له خپلې کورنۍ او دوستانو سره عادي اړیکې وساتي او د خپل خوندیتوب لپاره وخت ناوخت د اوسېدو ځای بدلوي. په همدې حال کې، د امریکا پخوانی جنګي ډاکټر براین ریپي، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي د سپټمبر…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-12 07:05:19

خط زمانی

  1. AF International

    زرغون بهیر بامیان کې د طالبانو پر پوستې د برید او د یو طالب د وژلو ادعا کړې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-12 05:16:57

زرغون بهیر بامیان کې د طالبانو پر پوستې د برید او د یو طالب د وژلو ادعا کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button