د امریکا د متحده ايالاتو د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر ۱۱مه) وویل، یوه افغانه ښځه چې په متحده ایالتونو کې د پراخې ډلهییزې ډزو د یوه پلان د ملاتړ په تور تورنه شوې وه، د یوې ځانګړې امریکايي ترهګرۍ محکمې په لومړنۍ قضیه کې بېرته افغانستان ته لېږل شوې ده. د وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د ټکساس اوسېدونکې ۴۷ کلنه نذیره حاجي زاده د اګست په ۲۵مه په واشنګټن کې د بهرنیو ترهګرو د ایستلو محکمې اې ټيآرسي په حکم له متحده ایالتونو ایستل شوې ده. اېټيآرسي (ATRC) دېرش کاله مخکې د کانګرس له خوا جوړه شوې اداره وه، خو تر دې مخکې هېڅکله نه وه کارول شوې. دغه محکمه اجازه ورکوي چې محرم شواهد وړاندې شي، هغه شواهد چې حکومت باور لري عامه افشا کول یې ملي امنیت ته خطر پېښولی شي. د امریکا عدلیې وزارت وویل، حاجي زاده چې په ۲۰۱۸ کال کې متحده ایالتونو ته تللې وه، «منلې چې یوه بهرنۍ ترهګره ده او د ایستلو د حکم پر وړاندې یې د استیناف له حقه تېره شوې ده.» لوی څارنوال ټاډ بلانش په یوه اعلامیه کې وویل: «دا تاریخي قضیه چې په پایله کې یې دغه بهرنۍ ترهګره په چټکۍ خپل اصلي هېواد ته ولېږل شوه، د ملي امنیت او د قانون د حاکمیت لپاره بریا ده.» هغه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
امریکا کې په بريد تورنه افغانه ښځه افغانستان ته اخراج شوه