Englishافغانستانامنیت

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د لادرکه دوو افغانانو برخل — Dw

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-12 12:32:20🎙 Listen to radio

د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او افغان هنرمند حامد احساس د ورکېدو په اړه بېړنۍ، خپلواکه او رڼې څېړنې وکړي. د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې له مخې، دغو دوو افغان وګړو د جولای پر څلورمه ماښام د اسلام‌اباد له F-7 سیمې څخه حرکت وکړ، خو لږ وروسته یې اړیکه پرې شوه. د دواړو ګرځنده ټیلیفونونه خاموش شول او هغه موټر چې دوی ترې استفاده کوله، وروسته د اسلام‌اباد په D-12 سیمه کې وموندل شو. له هغه وخت راهیسې د دوی کورنیو هېڅ ډول اړیکه یا د هغوی د وضعیت په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د دغو دوو کسانو کورنیو د پاکستان پولیسو او قضايي ادارو ته له پرله ‌پسې مراجعې سره سره، تر اوسه د هغوی د برخلیک په اړه هېڅ روښانه معلومات نه دي ترلاسه کړي او پولیسو هم د هغوی د ورکیدو په اړه د دوسیې له ثبتولو ډډه کړې ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې شته شرایط او شواهد د دې په اړه اندیښنې راولاړوي چې ښايي دغه دوه افغانان په جبري ډول ورک کړل شوي وي یا په خپل ‌سري ډول نیول شوي وي. د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، هاشمي او احساس په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-12 12:32:20

Timeline

  1. Dw

    د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د لادرکه دوو افغانانو برخل

Sources

External sources

DwPS
2026-09-12 12:30:02

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د لادرکه دوو افغانانو برخل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button