EnglishNewsافغانستانننګرهار

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو… — Bakhtar

DevelopingNewsننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-09-13 03:17:03🎙 Listen to radio

Summary: ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه. د دې لړۍ لومړی سفر د شاوخوا ۱۰۰ کسیز ټیم په ګډون د دره نور ولسوالۍ اتران سیمې ته ترسره شو، چې په کې د یاد ریاست مسوولینو ترڅنګ، د سیاحتي شرکتونو مسوولین، خبریالانو، د ټولنیزو رسنیو فعالانو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی و.ځايي مسوولینو ویلي، د دغه سفر موخه ننګرهار کې د طبیعي او تفریحي سیمو پېژندل او هېوادوال له نوې سیاحتي ځایونو سره اشنا کول دي.ورته مهال د سیاحتي شرکتونو مسوولین وايي، هڅې کوي، چې له دې وروسته سیلانیان په منظم او ډله‌ ییزه توګه د ننګرهار او د هېواد نورو طبیعي او تفریحي سیمو ته ولیږدوي او د سفر لپاره ورته د لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicNews
Sources1
Updated2026-09-13 03:17:03

Timeline

  1. Bakhtar

    ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-12 11:23:31

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button