Summary: د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ له بازار څخه تر درونټې سیمې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ټولګټو وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د لغمان مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله د یادې پروژې ارزښت ته په اشاره وویل، چې د خلکو د ستونزو د حل او د ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د بنسټیزو پروژو پلي کېدل مهم دي.نوموړي د پروژې د چارو پر کیفیت او دوام ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د ولسونو د هوساینې لپاره به په دغه ولایت کې نورې پراختیايي پروژې هم پلې شي.د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره او په یاده لار کې به د موټرچلوونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
لغمان کې د ۱۸ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
لغمان کې د ۱۸ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې