Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک د ننګرهار له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او د کابل له لوري د ۳۲ کیلومتره دویمې برخې له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې ده. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولکټو وزیر د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د کار چټکتیا، غوره کیفیت، با کیفیته موادو کارولو، کاري ساحه کې د ماشینرۍ زیاتولو او په وخت د پروژو بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.د قراردادي شرکتونو مسئولینو هم ډاډ ورکړی چې د یادو پروژو چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د پاتې برخو چارې د ټولګټو وزارت لخوا په درېیو برخو کې پیل شوې وې چې لومړۍ برخه یې ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري او په اوږدو کې یې د شپږو پلونو، ۴۲۹۸ متره استنادي دېوالونو او ۱۱۰ پلګوټو د رغونې چارې شاملې دي چې اوسمهال یې د ۳۵ پلګوټو او د ۶۰۰ متره استنادې دیوالونو چارې بشپړې شوې او په بېلابېلو پرمختګونو سره یې د کندن کارۍ، پرکارې او پراخولو چارې هم ترسره شوې دي.د یادې لویې لارې درېیمه برخه ۲۱.۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې رغنیزي چارې یې د ټولګټو وزارت له خوا له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې دي، د سړک د دغې برخې په اوږدو کې د ۱۱۳ پلګوټو، دوه پلونو او ۱۷۸۳ متره استنادي دېوالونو د رغونې چارې شاملې دي چې اوسمهال یې په بېلابېلو برخو کې چارې په چټکۍ سره روانې دي.همدارنګه د یادې لویې لارې دویمه برخه ۳۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د کیندنې، هوارونې او مصنوعي ساختمانونو د رغونې چارې په بېلابېلو پرمختګونو سره روانې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ټولګټو وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د ټولګټو وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه