EnglishPoliticsافغانستانلوګر

لوګر کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ښوونیزو ودانیو… — Bakhtar

DevelopingPoliticsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-09-13 03:17:08🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر د پوهنې ریاست اړوند د اتو ښوونځیو د تدریسي ودانیو او یوې اداري ودانۍ، چې ټولې ۹ ودانۍ کېږي، د بیارغونې چارې پیل شوې. د لوګر د پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبیدالله هشام باختر اژانس ته وویل، چې د دغو ودانیو د بیارغونې پر چارو ۴ میلیونه ۸ سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت له بودجې ورکول کېږي.د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د ودانیو د کړکیو، دروازو، احاطوي دېوالونو او نورو اړینو برخو اساسي بیارغونه شامله ده او چارې به یې په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړې شي.هغه زیاته کړه، چې د دغو ودانیو له بیارغونې سره به زرګونو زده‌کوونکو ته مناسب درسي چاپېریال برابر شي.د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، په لوګر کې ۲۸۹ ښوونځي شته، چې ۸۲ یې بیارغونې ته اړتیا لري.د یادونې وړ ده، چې د روان کال په ترڅ کې په لوګر کې د پوهنې وزارت له لوري د یوه مرستندوی بنسټ په مالي ملاتړ د ۴۹ نورو ښوونځیو ودانۍ هم بیارغول شوې دي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-13 03:17:08

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګر کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ښوونیزو ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-12 09:51:59

لوګر کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ښوونیزو ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button