کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چیلي په سوېل کې د خوړلو د ساتنې یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه او ۱۰ نور روغتون ته لېږدول شوي دي. فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د جمعې شپې ناوخته د چیلي د اراوکانیا سیمې په پیتروفکین ښار کې د زړو کسانو ساتنې په یوه مرکز کې اور لګېدلی دی. دغه ښار د چیلي له پلازمېنې سانتیاګو څخه شاوخوا ۶۴۰ کیلومتره سوېل ته موقعیت لري. د راپور له مخې، د اورلګېدنې پر مهال په دغه مرکز کې ۲۶ زاړه کسان موجود وو چې ۱۶ یې مړه او ۱۰ نور ژغورل شوي دي. ژغورل شوي کسان د درملنې لپاره یوه سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي. اور وژونکو د شنبې سهار اور مړ کړ. په ټولنیزو شبکو کې خپرو شوو انځورونو ښيي چې اور د دغه مرکز ودانۍ ټوله نیولې وه او اور وژونکي یې د مړ کولو هڅه کوله. د پیتروفکین ښاروالې ژاکلین رومېرو ویلي چې د ښاروالۍ روغتیايي او عامه امنیتي ټیمونه، اور وژونکي او پولیس د پېښې په ځای کې فعالیت او د قربانیانو له خپلوانو سره مرسته کوي. هغې زیاته کړې چې ښاروالۍ د روان کال په فبرورۍ کې له دغه مرکزه د تفتیش غوښتنه کړې وه؛ ځکه چې یاد مرکز مقررات نه مراعاتول او د روغتیايي سرغړونو له امله…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
چیلي کې د عمر خوړلو د ساتنې یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي
Sources
Afghan sources
چیلي کې د عمر خوړلو د ساتنې یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي