کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شلاوریزو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن له هند سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې ترسره کېږي. یاده لوبه د هند د پلازمېنې نوې ډيلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډلې له هند سره د لوبې لپاره پرون خپل وروستي تمرینات ترسره کړي دي. د یادونې ده، د دې لوبړلۍ دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۵مه او درېیمه به یې د همدې میاشتې په ۱۷مه ترسره شي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSports
منابع1
بهروزرسانی2026-09-13 04:57:03
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لومړۍ شلاوریزه لوبه ترسره کوي
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-13 09:25:32
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لومړۍ شلاوریزه لوبه ترسره کوي