په افغانستان کې د کوکنارو کمښت، په میانمار کې د تریاکو بازار پیاوړی… — AF International
د «اکانومېسټ» مجلې په یوه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید له کمېدو وروسته، په سویل ختیځه اسیا کې د کوکنارو کروندګرو ته د دې بوټي د کرلو له لارې د لا ډېرو عوایدو زمینه برابره شوې ده. د راپور له مخې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سېګار) د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې، د کابل تر سقوط اووه میاشتې مخکې، خبرداری ورکړی و چې افغان هوايي ځواک د امریکايي سلاکارانو او قراردادیانو له دوامداره ملاتړ پرته د ځان بساینې وړتیا نه لري. راپور وايي، د امریکا پروګرام تر ډېره د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو پر روزنې متمرکز و، خو د لوژستیک، اکمالاتو، مالي مدیریت او د تجهیزاتو د ساتنې بنسټیز سیستمونه کمزوري پاتې شول. د راپور له مخې، کله چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې امریکايي قراردادیان او تخنیکي پرسونل ووتل، د افغان هوايي ځواک د فعالیت اساسي ستنې هم ورسره له منځه ولاړې. په راپور کې راغلي چې امریکا د پخوانیو «مي-۱۷» چورلکو پر ځای افغان هوايي ځواک ته «بلک هاک» چورلکې ورکړې وې، خو دغه الوتکې د ځانګړو پرزو او پرمختللي تخنیکي ملاتړ اړتیا لري. د راپور په وینا، د نړیوالو بندیزونو له امله د بلک هاک چورلکو لپاره د پرزو او تخنیکي خدماتو ترلاسه کول ستونزمن شوي او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په افغانستان کې د کوکنارو کمښت، په میانمار کې د تریاکو بازار پیاوړی کړی
Sources
Afghan sources
په افغانستان کې د کوکنارو کمښت، په میانمار کې د تریاکو بازار پیاوړی کړی