Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت، د کُشک – تیرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج ترسره کېدو خبر ورکړی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د کُشک – تیرپُل نفتي حوزې د اوو بلاکونو (۱۴ زره ۸۷۱ کیلومتره مربع ساحې) د اکتشاف او استخراج تړون چې د سعودي عربستان له «دلتا انټرنشنل» خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی په اکتشافي پړاو کې به یې تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کېږي.یاده حوزه ۲۳ زره کیلومتره مربع مساحت او په هرات او بادغیس ولایتونو کې موقعیت لري چې د قرارداد موده یې ۲۵ کاله او لومړی اته کاله یې اکتشافي ده.
لنډ معلومات
ځایهرات
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-13 15:22:49
مهالوېش
-
Bakhtar
د کُشک – تیرپُل نفتي حوزې اکتشاف او استخراج ترسره کېږي