ننګرهار کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې — Bakhtar
Summary: د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په ګټې اخیستنې سره لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند په کارېز کبیر سیمه کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.ویل شوې چې په یاده شبکه کې د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د یوې ژورې څاه کیندل، د ۴.۹ کیلومترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۱۵سولر تختو او ۱۱۳ شیردانونو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي، چې د یادې پروژې د تطبیق په بهیر کې، لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې ۲۳۳ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
ننګرهار کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې