Politicsافغانستانپکتیکادری

پکتیکا کې د کرنیزو ماشین الاتو د ساتنې او ترمیم مرکز جوړېږي — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsپکتیکا1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 15:22:52🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د کرنیزو ماشین الاتو د ساتنې او ترمیم مرکز د ودانۍ جوړولو چارې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي لعل ‌محمد ګوهر باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه مرکز کې به د ریاست اړوند کرنیز ماشین‌ الات او وسایل په منظم، معیاري او مسلکي ډول ترمیم او ساتل کېږي او د مرکز د ودانۍ چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.نوموړي زیاته کړې، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د کرنیزو ماشین الاتو د ترمیم او ساتنې لپاره مناسب کاري چاپېریال برابر او د اړوندو وسایلو د فعالیت په برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.د یادونې وړ ده، چې کرنیز ماشین الات د کرنیزو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري او د یاد مرکز جوړېدل به د دغو ماشین‌ الاتو د دوامدار فعالیت، ساتنې او پر وخت ترمیم په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانپکتیکا
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 15:22:52

خط زمانی

  1. Bakhtar

    پکتیکا کې د کرنیزو ماشین الاتو د ساتنې او ترمیم مرکز جوړېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-13 10:22:56

پکتیکا کې د کرنیزو ماشین الاتو د ساتنې او ترمیم مرکز جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button