په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د امریکا د پانګونې غوښتنه کړې، د واشنګټن د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد شرکتونو ته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د سوداګریزو معاملو د ترسره کولو په اړه خبرداری ورکړی او د امریکا د قوانینو او مقرراتو د رعایت غوښتنه یې کړې ده. امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته طالبان تحریم کړي او د دغه هېواد ۹ میلیارد ډالریې کنګل کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اشاره چې طالبان د «ځانګړو ټاکل شویو نړیوالو ترهګرو» (SDGT) په نوملړ کې شامل دي، له افغانستان سره په سوداګریزو تعاملاتو کې د شرکتونو پر احتیاط ټینګار کړی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو څه موده وړاندې له واشنګټن سره د اړیکو د عادي کولو او د افغانستان په کانونو کښې یې د پانګونې غوښتنه کړې وه.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
امریکا له طالبانو سره په سوداګرۍ بندیز ولګوهه