Kabulافغانستانامنیتدری

ټرمپ له زیلینسکي غوښتي چې د روسیې د ډیزلو پر تاسیساتو بریدونه ودروي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-14 04:47:05🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر له خپل اوکرایني سیال غوښتي چې د روسیې د ډیزلو پر تاسیساتو بریدونه ودروي؛ هغه وایي، دغو بریدونو د سون‌توکو کمښت رامنځته کړی او نړیوال بازار یې اغېزمن کړی دی. رویټرز راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د ایرلنډ په لوېدیځ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. ټرمپ ویلي اوکرایني سیال یې ولودیمیر زیلینسکي باید په روسیه کې د ډیزلو د له منځه وړلو مخه ونیسي. هغه زیاته کړې چې له زیلینسکي سره یې په دې اړه خبرې کړي او اوکراین کولای شي نور هدفونه په نښه کړي، خو د ډیزلو پر تاسیساتو دې بریدونه نه کوي. ده ادعا کړې چې د ډیزلو نړیوال کمښت د منځني ختیځ له وضعیت سره تړاو نه لري، بلکې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله رامنځته شوی دی. رویټرز لیکلي، اوکراین په وروستیو میاشتو کې د اوږد واټن بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خونو بریدونه زیات کړي چې له امله یې د دغه هېواد د سون‌توکو تولید کم شوی او په ځینو سیمو کې د پټرولو کمښت رامنځته شوی دی. اوکراین وایي، د روسیې د تېلو تصفیه‌خونې مشروع پوځي هدفونه دي، ځکه روسیه په دوامداره توګه د اوکراین پر انرژۍ تاسیساتو بریدونه کوي. د راپور له مخې، د سپټمبر په ۱۱مه په امریکا کې د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-14 04:47:05

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ټرمپ له زیلینسکي غوښتي چې د روسیې د ډیزلو پر تاسیساتو بریدونه ودروي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 09:14:58

ټرمپ له زیلینسکي غوښتي چې د روسیې د ډیزلو پر تاسیساتو بریدونه ودروي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button