EnglishKabulNewsافغانستان

اندونیزیا کې د بېړۍ چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه شوي او… — Pajhwok

DevelopingNewsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-14 06:42:35🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په جاوا سمندر کې د یوې مسافر وړونکې بېړۍ د چپه کېدو له امله تر اوسه شپږ کسان مړه شوي او ۱۳۰ نور لا نه دي موندل شوي. اندونیزیايي چارواکو پرون ویلي وو، یوه مسافر وړونکې بېړۍ چې ۲۴۳ کسان په کې سپاره وو، په جاوا سمندر کې تر اړیکې پرې کېدو وروسته ورکه شوې او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل شوي دي. الجزیرې تېره شپه ناوخته (یکشنبه) راپور ورکړی چې «ویرګو ټرانسپورټ ۸» نومې دغه بېړۍ له سورابایا ښاره د سوېلي کالیمانتان ایالت بانجارماسین ته پر لاره وه چې له خرابې هوا او سختو څپو سره مخ او چپه شوه. په راپور کې راغلي، په بېړۍ کې ۲۴۳ کسان سپاره وو چې تر اوسه شپږ کسان مړه شوي او ۱۰۷ نور ژغورل شوي دي؛ سمندر توپاني دی او تر دوه نیم مترو لوړو څپو د لټون او ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي. بلخوا، بي‌بي‌سي هم راپور ورکړی چې په دې بېړۍ کې ۲۴۳ کسان، چې ۲۱۳ مسافر او ۳۰ د بېړۍ د عملې غړي وو، سپاره وو او تر اوسه ۱۰۷ کسان ژغورل شوي دي. چارواکو ویلي، بېړۍ د یکشنبې په ورځ د ځايي وخت شاوخوا د سهار په دوو بجو، د بانجارماسین شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره سوېل ته له ستونزې سره مخ…

Quick facts

LocationKabul
TopicNews
Sources1
Updated2026-09-14 06:42:35

Timeline

  1. Pajhwok

    اندونیزیا کې د بېړۍ چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه شوي او ۱۳۰ نور لا نه دي موندل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 11:12:03

اندونیزیا کې د بېړۍ چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه شوي او ۱۳۰ نور لا نه دي موندل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button