Summary: د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مسوولينو، نن په کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ د پنځم کورني او نړيوال اووه ورځني نندارتون د جوړولو خبر ورکړ. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مرستیال محمد رفیع عظیمي، نن په يوه خبري کنفرانس کې د ياد نندراتون په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د "صنعت او معدن اوونۍ د پنځم کورني او نړيوال نندارتون" د جوړولو موخه، کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه، د هېواد د صنعت پراختیا او د صنعت کارانو هڅول دي.عظیمي زیاته کړه چې له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه استفاده، د ملي صنایعو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اباد او پر ځان بسیا افغانستان پر لور د یون سبب کېږي.هغه له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د صنعت ودې او د صنعت کارانو د هڅولو او ملاتړ لپاره، جوړېدونکي نندارتون ته راشي او د هېواد کورني تولیدات او محصولات له نږدې وګوري.نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې، ځان بسیاینې د افغانستان د رسېدو لپاره له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه پر استفادې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کورني او نړیوالو نندارتونونو جوړول؛ د افغانستان تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په لاره کې مهم رول لري.هغوی له ټولو کورنیو او بهرنیو صنعتکارانو او پانګه والو څخه وغوښتل چې د افغانستان د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي او په وینا یې افغانستان د "صنعتي کېدو" وړتیا او امکانات لري او کولای شي په یو صنعتي هېواد بدل شي.ټاکل شوې ده چې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم کورني او نړيوال نندارتون د روان ۱۴۰۵ لمريز کال د چنګاښ په ۱۰مه پرانيستل شي او د همدې مياشتې تر ۱۶مې پورې به دوام وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
په کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم کورنی او نړيوال نندارتون جوړېږي
منابع
Afghan sources
په کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم کورنی او نړيوال نندارتون جوړېږي