EnglishKabulPoliticsافغانستان

د افغانستان د ووشو اووه کسیزه لوبډله په اسیایي المپیکي سیالیو کې د… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-14 09:51:39🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د هېواد د ووشو ملي فدارسیون اړوند اووه کسیزه لوبډله په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون لپاره جاپان ته ولاړه. د یاد ریاست د خبرپانې له مخې، په یاده اووه کسیزه لوبډله کې څلور ورزشکاران، دوه روزونکي او یو رئیس شامل دي. سرچینه زیاتوي، د دغو ورزشکارانو د مخه ښې مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رییس مولوي احمد الله وثیق، د آسیا په کچه په دغو مهمو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو په ګډون خوښي وښوده او دا چاره یې د افغانستان د ورزش د ارزښت په لوړېدو کې مهم ګام وباله. وثیق همداراز د ورزشکارانو د منظم قرنطین او ښه چمتووالي ته په کتو هیله څرګنده کړه چې افغان ورزشکاران به له دغو سیالیو څخه ښې لاسته راوړنې ولري. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د آسیا په شلم پړاو المپیکي سیالیو کې له افغانستان څخه په نهو بېلابېلو ورزشي رشتو کې ۳۴ ورزشکاران ګډون وکړي. سرچینې لیکلي چې د آسیا شلم پړاو المپیکي سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۹مې څخه د اکتوبر تر څلورمې پورې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې ترسره شي او په دغو سیالیو کې به د آسیا د ۴۵…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-14 09:51:39

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان د ووشو اووه کسیزه لوبډله په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون لپاره جاپان ته ولاړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 14:20:43

د افغانستان د ووشو اووه کسیزه لوبډله په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون لپاره جاپان ته ولاړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button