EnglishSportsافغانستانهرات

فراه کې د لوېدیځ زون د فوټسال سیالۍ پای ته ورسيدې — Bakhtar

DevelopingSportsهرات1 SourcesUpdated: 2026-06-29 11:30:07🎙 Listen to radio

Summary: د فراه ولایت د برادران عزیزي لوبډلې د لوېدیځ زون د فوټسال سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ او د هېواد د فوټسال غوره لیګ دوهم پړاو سیالیو ته یې لار وموندله. د فراه د فوټسال کمېټې مسوول حمید فراهي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه درې ورځنۍ سیالۍ د فراه، هرات، غور او بادغیس ولایتونو د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.د نوموړي په وینا، د پایلوبې په سیالۍ کې د فراه برادران عزیزي لوبډلې د بادغیس سیالې لوبډلې ته د ۶ -۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.هغه زیاته کړه، چې د ورته سیالیو په دوام او د لوبغاړو له مالي او تخنیکي ملاتړ سره به د فراه ورزشکاران لا ښې لاسته راوړنې ولري.د یادونې وړ ده، چې د درېیم مقام لپاره د هرات د خوافي او د غور د ارین سیکلیټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې او د هرات خوافي لوبډلې د ۵ -۰ ګولونو په توپیر بریا خپله کړه.

Quick facts

Locationهرات
TopicSports
Sources1
Updated2026-06-29 11:30:07

Timeline

  1. Bakhtar

    فراه کې د لوېدیځ زون د فوټسال سیالۍ پای ته ورسيدې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-29 10:19:11

فراه کې د لوېدیځ زون د فوټسال سیالۍ پای ته ورسيدې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button