دغه سازمان په یوه پیغام کې ویلي چې دا پروګرام اوس مهال د ایټالیا په مالي ملاتړ د ننګرهار او هرات په ولایتونو کې عملي کېږي. دغه سازمان زیاته کړې چې د دغو ولایتونو د بزګرانو ترمنځ د کوکنارو د بدیل په توګه د ګلابو او زعفرانو کښت او پروسس ترویج کېږي. دا پروګرام په داسې حال کې عملي کېږي چې تر دې وړاندې څو ځله د بزګرانو او د سرپرست حکومت د چارواکو له لوري د کوکنارو د بدیل کښتونو د معرفي کولو پر وړاندې د نه پاملرنې په اړه نیوکې شوې دي.
Quick facts
Locationننګرهار
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-14 11:10:45
Timeline
-
Parstoday
افغانستان کې د زعفرانو او ګلابو کښت ترویج پیل کیږي
Sources
External sources
ParstodayPS
2026-09-14 11:07:08
افغانستان کې د زعفرانو او ګلابو کښت ترویج پیل کیږي