DevelopmentKabulافغانستاندری

د کابل ښاروالۍ خبرتيا — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-14 15:28:22🎙 رادیو را بشنوید

Summary: کابل ښاروالۍ له ټولو درنو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د شهید هنګرها څلورلارې د هوايي پلونو او دایروي رمپونو د ودانیزو چارو د ترسره کېدو له امله، په دې څلورلارې کې له غیرضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او له بدیلو لارو څخه ګټه واخلي. د شهید هنګرها څلورلارې د هوايي پلونو د پروژې ودانیزې چارې په وروستیو کې پیل شوې دي او هممهاله د سیمې د پاکولو او د پروژې د پلي کېدو پر وړاندې د خنډونو د پاکولو بهیر هم دوام لري. د ښاریانو او ښاري سکتور اړوند ادارو همکاري د زیربنایي پروژو د بریالي او پر وخت پلي کېدو په برخه کې اغېزمن رول لري. همدا راز کابل ښاروالۍ د بدیلو لارو له لارې د ترافیکي جریان د تنظیم په برخه کې د کابل ښار د ترافیکو ریاست له دوامدارې همکارۍ څخه مننه کوي او د بدیلو لارو د ترافیکي جریان د لا ښه تنظیم په موخه له یاد ریاست د همکاریو د دوام غوښتنه کوي. وړاندیز شوې بدیلې لارې: د کورنیو چارو وزارت لوېدیځ لوري ته سړک د تایمني پروژې عمومي سړک او د پنځم سړک څلورلارې تر لب جر پورې د پروان سه سړک د کابل ـ جلال‌اباد له سړک څخه د ډسپېچري پر لور د قصبې سړک.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-14 15:28:22

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د کابل ښاروالۍ خبرتيا

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-14 14:40:33

د کابل ښاروالۍ خبرتيا

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button