Summary: په پنجشېر کې د ۱۰ ښوونځیو، دوو دیني مدرسو او د پوهنې ریاست د تاسیساتو د ترمیم او بیارغونې چارې د ۳ میلیونه ۷۷۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې. د پنجشېر د پوهنې رئیس مولوي محمود طالب ثاقب باختر اژانس ته ویلي چې دغه پروژه د ښوونیز چاپېریال د ښه والي او په دغه ولایت کې د پوهنې برخې پراختیا په موخه پلې کېږي.هغه وایي، چې دغه پروژه د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت له پراختیايي بودجې تمویل شوې ده.د پنجشېر اوسېدونکو د دغې پروژې هرکلی کړی او دا یې د ښوونیزو شرایطو د ښه والي او د علم او زدهکړو د ملاتړ په برخه کې مهم ګام بللی دی.
اطلاعات کوتاه
مکانپنجشېر
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-14 15:28:26
خط زمانی
-
Bakhtar
پنجشېر کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ ښوونځیو او دیني مدرسو د بیارغونې چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-14 11:12:44
پنجشېر کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ ښوونځیو او دیني مدرسو د بیارغونې چارې پیل شوې