کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) سرمنشي مارک روټه وایي، د پولنډ پولې ته نږدې د روسیې برید به له اوکراین څخه د دغه سازمان ملاتړ کم نه کړي. ګارډین راپور ورکړی چې روټه د دوشنبې په ورځ د پولنډ پولې ته نږدې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي برید د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د «نهیلۍ» نښه بللې ده. هغه ویلي، پوتین فکر کوي چې کولای شي لوېدیځ هېوادونه د اوکراین له ملاتړ څخه راوګرځوي او د هغوی یووالی کمزوری کړي، خو د ده په خبره، د ناټو ځواب به له اوکراین څخه د ملاتړ زیاتول وي. د راپور له مخې، یوې روسۍ بېپیلوټه الوتکې د یکشنبې په ورځ د اوکراین او پولنډ پولې ته نږدې یو مسافر وړونکی اورګاډی په نښه کړی دی. دغه برید لږ وروسته له هغه شوی چې د لوېدیځ یو شمېر اوسني او پخواني لوړپوړي چارواکي له سیمې تېر شوي وو. د اوکراین د اورګاډي ادارې ویلي، هغه اورګاډی چې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن، د سویډن پخوانی لومړی وزیر کارل بیلټ او د اروپایي هېوادونو یو شمېر امنیتي سلاکاران یې لېږدول، له ټاکلي وخت مخکې د «یاهودین» له تمځای څخه وتلي و. د یادې ادارې په خبره، احتمال شته چې د برید اصلي موخه همدا اورګاډی و. ګارډین زیاته کړې چې د برید پر مهال یو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
ناټو: د پولنډ پولې ته نږدې د روسیې برید به له اوکراین څخه د دغه سازمان ملاتړ کم نه کړي
سرچینې
Afghan sources
ناټو: د پولنډ پولې ته نږدې د روسیې برید به له اوکراین څخه د دغه سازمان ملاتړ کم نه کړي