کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د لیتوانیا چارواکي وایي، د ناټو یوې جنګي الوتکې هغه بېپیلوټه الوتکه چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتې وه، د کاوناس ښار ته نږدې نسکوره کړې ده؛ لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه الوتکه د کوم هېواد وه. رویټرز د لیتوانیا د ملي بحران مدیریت مرکز په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره شپه شوې ده. د یاد مرکز ویاند ویلي، بېپیلوټه الوتکه ښایي د بلاروس له لوري لیتوانیا ته ننوتې وي او د دغه هېواد په سوېل کې، د پراتکونای کلي ته نږدې او د لیتوانیا دویم لوی ښار کاوناس ته څېرمه نسکوره شوې ده. ده زیاته کړې چې لا هم معلومه نه ده دغه بېپیلوټه الوتکه د کوم هېواد وه. د ناټو د بالتیک د هوايي دفاع ماموریت جنګي الوتکې له ۲۰۰۴ کال راهیسې، هغه مهال چې لیتوانیا، لتونیا او استونیا له ناټو سره یوځای شول، د دغو درېیو هېوادونو هوايي حریم څاري. رویټرز لیکلي چې د همدې ماموریت جنګي الوتکو په مې میاشت کې د استونیا په فضا کې یوه اوکرایني بېپیلوټه الوتکه او په جون او اګست میاشتو کې هم د لتونیا په فضا کې بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې وې. د راپور له مخې، د روسیې د ګاونډیو هېوادونو هوايي حریم ته د پوځي بېپیلوټه الوتکو ننوتو، د اوکراین جګړې د اغېزو د ناټو د غړو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ځايي چارواکي: ناټو د لیتوانیا په هوايي حریم کې بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړه
Sources
Afghan sources
ځايي چارواکي: ناټو د لیتوانیا په هوايي حریم کې بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړه