د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د وږي ۲۳مه) له پاکستان او ایران نه ۶۷۱ افغان کډوال د سپین بولدک، تورخم، ورېښمو پله او اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په کابل کې موټر چلوونکی صبور احمد وایي، چې د تېلو د بیو لوړېدل په اوسنیو شرایطو کې د دوی لپاره جدي ستونزه ده. هغه وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او دوی هم نهشي کولی د تېلو د بیې د لوړېدو له امله کرایه لوړه کړي.بلخوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه توکو د بیو د زیاتوالي لاملونه یې له واردوونکو شرکتونو سره څېړلي دي او شرکتونو ډاډ ورکړی چې د تېلو او اوبلنو ګازو کافي زېرمې شته او واردات یې په عادي ډول روان دي. شنونکي خبرداری ورکوي، که په سیمه کې روانې ترینګلتیاوې همداسې دوام وکړي؛ نو د خامو تېلو بیه ښايي په ژمي کې تر ۱۲۰ ډالرو پورې لوړه شي. د دوی په وینا، افغانستان هم د تېلو د بیو له نړۍوالو بدلونونو اغېزمنېږي؛ ځکه دغه هېواد د خپلې اړتیا ډېره برخه تېل له ګاوڼډیو او له منځني ختیځ هېوادونو واردوي.وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د دوشنبې ورځې د راکړې ورکړې په پیل کې د برنټ خامو تېلو بیه ۳،۶۲ ډالره لوړه شوې او په هر بېرل ۱۰۷،۲۳ ډالرو ته رسېدلې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
تېره ورځ له پاکستان او ایران نه تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
Sources
Afghan sources
تېره ورځ له پاکستان او ایران نه تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي