د طالبانو اړوند رسنۍ «حریت راډیو» خبر ورکړی، چې د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ مېخونه اېستلي دي. د راپور له مخې، یاد ناروغ چې عصمتالله نومېږي دغه مېخونه تېر کړي وو. په کابل کې موټر چلوونکی صبور احمد وایي، چې د تېلو د بیو لوړېدل په اوسنیو شرایطو کې د دوی لپاره جدي ستونزه ده. هغه وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او دوی هم نهشي کولی د تېلو د بیې د لوړېدو له امله کرایه لوړه کړي.بلخوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه توکو د بیو د زیاتوالي لاملونه یې له واردوونکو شرکتونو سره څېړلي دي او شرکتونو ډاډ ورکړی چې د تېلو او اوبلنو ګازو کافي زېرمې شته او واردات یې په عادي ډول روان دي. شنونکي خبرداری ورکوي، که په سیمه کې روانې ترینګلتیاوې همداسې دوام وکړي؛ نو د خامو تېلو بیه ښايي په ژمي کې تر ۱۲۰ ډالرو پورې لوړه شي. د دوی په وینا، افغانستان هم د تېلو د بیو له نړۍوالو بدلونونو اغېزمنېږي؛ ځکه دغه هېواد د خپلې اړتیا ډېره برخه تېل له ګاوڼډیو او له منځني ختیځ هېوادونو واردوي.وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د دوشنبې ورځې د راکړې ورکړې په پیل کې د برنټ خامو تېلو بیه ۳،۶۲ ډالره لوړه شوې او په هر بېرل…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په سردار محمد داود خان روغتون کې ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ مېخونه اېستلي دي
Sources
Afghan sources
په سردار محمد داود خان روغتون کې ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ مېخونه اېستلي دي