کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له استازي سره لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په راتلونکي نړۍوال راپور کې په افغانستان کې له نشهيي توکو سره د مبارزې برخه کې لاستهراوړنې په عادلانه او واقعبینانه توګه منعکسې کړي او د بدیل معیشت برخه کې یې پر عملي همکارۍ ټینګار کړی دی. د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د دفتر له رییس پولک اوک سیري سره وکتل. سرچینې لیکلي چې پولک اوک سیري د دې لیدنې موخه د ملګرو ملتونو د راتلونکي نړۍوال راپور په اړه د نظرونو تبادله یاده کړه او ویې ویل، په دغه راپور کې به د اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاستهراوړنې او د مخنیوي او مبارزې هڅې په عادلانه او له واقعیت سره سمې منعکسې شي. شیخ عبدالرحمن منیر هم ویلي: «هیله لرو چې د ملګرو ملتونو په نړۍوال راپور کې د نشهيي توکو د مخنیوي او له دې ناوړې پدیدې سره د مبارزې برخه کې د افغانستان لاستهراوړنې او فعالیتونه په رښتینې، صادقانه او عادلانه توګه منعکس شي.» د کورنیو چارو وزارت لیکلي چې منیر د هېواد…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
منیر: ملګري ملتونه دې د نشهيي توکو مخنیوي برخه کې د ا.ا لاستهراوړنې په عادلانه توګه راپور کړي
منابع
Afghan sources
منیر: ملګري ملتونه دې د نشهيي توکو مخنیوي برخه کې د ا.ا لاستهراوړنې په عادلانه توګه راپور کړي