EconomyEnglishKabulافغانستان

د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-15 11:22:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د داخلي معیارونو ۳۶ مسودې او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې او په پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونو د مالکیت په اړه هم پرېکړه شوې ده. اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. سرچینه زیاتوي چې په دې غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته یې ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې. خبرپاڼه کې راغلي چې دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، نساجۍ، کیمیا او پلاستیک، مخابراتو او برېښنا، کان‌کیندنې، ساختماني موادو، چاپېریال‌ساتنې او یو شمېر نورو برخو اړوند دي. دغه‌راز، په غونډه کې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونو د مالکیت معلومولو په اړه هم بحث وشو. د سرچینې په خبره، د موضوع له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې په یادو ولایتونو کې دغه مرکزونه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند دي او یاد وزارت به یې چارې پر مخ وړي….

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-15 11:22:05

Timeline

  1. Pajhwok

    د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 15:48:48

د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button